زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-25  |  2024-05-04  |  تازه شوی په: 2024/05/03 - 04:57:2 FA | AR | PS | EN
په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي             ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې             روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي             د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه             جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی             یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني             یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې             په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو             د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی             د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي             په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي             پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه             په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی             ملا برادر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سره پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی            

تاريخ النشر: 2024/04/21 - 05:09:2
زيارة: 203
مشاركة مع الـأصدقاء

افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې
 افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې

انصار: (د غویی 2مه)، بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو یوه ۱۲ کسیزه جرګه ګۍ افغانستان ته تللې او د طالبانو حکومت له چارواکو سره په لیدنو کتنو بوخته ده.

په دې جرګه ګۍ کې عملي او فرهنګي شخصیتونه راټول شوي او افغانستان ته د دې لپاره تللي چې د طالبانو حکومت له چارواکو سره نجونو ته د زدکړو او ښځو ته د کار اجازې ورکولو په ګډون بېلابېلو مهمو مسایلو اړوند غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.

د دې جرګه ګۍ یوه غړي او له رسنیو سره د خبرو مسوول ډاکتر حکمت الله حکمت بي بي سي ته ویلی چې تر دې دمه یې د ریاست الوزراء پر سیاسي او اداري مرستیالانو سربېره د طالبانو حکومت کې د کورنیو او بهرنیو چارو، امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو او همدا راز پوهنې وزارتونو له سرپرستانو سره لیدلي دي.

هغه وویل چې د نجونو ښوونځي او د ښځو کار په دغو ټولو کتنو کې د دوی غټه او اصلي غوښتنه وه.

خو نوموړی زیاتوي چې طالب مشرانو ته یې پر دې ورهاخوا په حکومتي اډانه کې د اداري اصلاحاتو، د مسلکي کدرونو د جذب، د یوه ټول منلي حکومت او د ولسونو د رضایت ترلاسه کولو لپاره د کار غوښتنه او سپارښتنه هم کړې ده.

ښاغلي حکمت وايي د طالبانو حکومت نږدې دغو ټولو چارواکو یې غوښتنې او وړاندیزونه په ورین تندي اورېدلي او ورته ویلي یې دي، چې له خپل مشرتابه سره به یې شریکې کړي.

طالبان که څه هم وايي چې د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه دایمي نه دي، خو د دوی پر بیا واکمنېدو د شاوخوا دوه نیم کاله له تېرېدو سره سره ورته تر دې دمه حل لاره نه ده موندل شوې.

په دې موده کې افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه نور هم اضافه شوي دي.

د نوموړي په وینا دغو طالبانو چارواکو ورته ویلي، پر داسې لارو چارو کار کوي چې ټولو ته د منلو وي او په دغو برخو کې ستونزې او خنډونه د تل لپاره حل شي.

هاخوا د طالبانو په حکومت کې د لومړي وزیر دفتر هم یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له اروپايي هېوادونو دغو ورغلو شخصیتونو د ریاست الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې "ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت د پیاوړتیا او پراخوالي، روغتیا، په ادارو کې د لازیاتو مسلکي او متخصصو کسانو د استخدام او له موجوده اقتصادي ظرفیتونو د استفادې برخو کې" ځانګړې پاملرنه غوښتې ده.

پر دې ورهاخوا د طالبانو په حکومت کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو هم له سراج الدین حقاني او امیر خان متقي سره د دې جرګه ګۍ د غړو د کتنو په تړاو اعلامیې خپرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي حقاني دغو شخصیتونو سره لیدنه کې ویلي، چې "د تعلیم بحث موږ پورې اړه لري، موږ خپله یې زمینه مساعدوو؛ ځکه چې دا زموږ د خپلو بچیانو مسئله ده او هېڅوک زموږ په اولادونو تر موږ ډېر مهربان نه دي."

خو په دې اعلامیه کې د ټولګډونه حکومت په اړه د ښاغلي حقاني له خولې ویل شوي، چې "دنیا باید نور دا حقیقت ومني او دې سره عادت شي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، همداسې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، دا نه خوښوي نور ورته داسې فرمایش ورکړي چې زموږ ملي حاکمیت سره پُخلا نه وي."

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31203






*
*

*



قرأ

په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی


روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي


یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې


په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي


پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه


د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری


پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر


کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو نشرات ځنډېدلي


افغان لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د یوه روغتون څانګه پرانیسته


کندهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي


د اپرېل پر ۱۵مه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلېږي


پروان کې ښځو او ځوانانو ته د مشورې مرکز جوړ شوی


له پاکستانه خپل هېواد ته د لکونو افغانانو ستنېدل د ګوزڼ ضد هڅو ته یو ګواښ دی


وروستیو اورښتونو په هېواد کې مالي او کرنیز زیانونه اړولي


د بانک نوټونو ساتنې ته دې پوره پام وشي


کابل ته د پنجشېر سيند اوبو د انتقال پروژې د سروې چارې پيل شوې


د بخښنې نړیوال سازمان:«د افغان کډوالو راایستل دې ودورل شي»


په بلخ کې ۲۰۰جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه


لاهم ناوخته نه دی چې ښوونځي پرانیستل شي


افغانستان له سخت غذايي بحران سره مخ دی


ننګرهار کې د سوالګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی


کابل ښاروالي: هیچاته د احتکار اجازه نه ورکوو


په نوي ښوونیز کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستو غوښتنه


د ترافیکو پر مخ د سالنګ د لویې لار ې تړل کېدل


افغان ښځو ته دې کاري زمینې برابرې شي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان